ایکنا د عرب ۴۸له قوله راپور راکړ، د تل ابیب پشمول په څه دپاسه سلکو ښارګوټو او ښارونو کې په لسګونو زره خلکو په دوامدار دول دیویشتمې اونۍ لپاره د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قضاي اصلاحاتو د پلان په ضد مظاهرې و کړې.
په دغو مظاهرو کې ګډون کونکو د قضائي ادارط د کمزوري کولو او د لوړې محکمې د ځائيګي د کمولو لپاره د صهیونیسټي کابینې پلان په کلکه محکوم کړ او د نتنیاهو کابینه ئې د اسرائیلو په رژيم کې د ستر درز د رامینځةکیدا او ددغه رزيم د راتلونکي له خطرې سره دمخامخولو مسئوله وبلله.
د صهیونیسټي رژيم د اپوزیشن مشران د قضائي محکمې د کمزوري کولو لپاره د نتنیاهو دکابینې قضائی اصلاحات او د مالی فساد او بډو رشتونو د درو دوسیسو په خاطر د خپلې محاکمې د مخنیوي لپاره ددغې څیرې سپيره هڅه ګڼي او باؤري دي چې د کابینې دغه اقدامات به صهیونیسټ رژيم ،سوکه سوکه د دړې وړې کیدا او داخلی جنګ جنګړو په لور وکاږي.